• وروستي خبرونه
  • كدخبر: 14 تاريخ : ۲۹ حمل ۱۳۹۱ - ۱۱:۳۵ نسخه چاپي ارسال به دوستان

    زموږ په اړه

    افغانی ډیپلوماسی، د هیواد د بهرنی سیاست، ډیپلوماسۍ، سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو او په افغانستان یې د اغیزو په اړه د مطالعاتو، څیړنو او خپرونو مرکز دی چې د خپلې تخصصی حوزې اړوند څلورویشت ساعته بیلابیل معلومات چمتو او خپروی.

    موخې: د سیمې او نړۍ په کچه د وروستیو بدلونونو او پر افغانستان یې د اغیزونو تحلیل او په اړوند یې پریکړه کوونکو ته د مشورو چمتو کول.

    د افغانستان د بهرنی سیاست او وروستیو بدلونونو په اړه هیوادوالو ته د رڼو او شفافو معلوماتو چمتو کول.

    په هیواد کې د ډیپلوماسۍ او بهرنی سیاست په اړه د پر وخت او دقیقو څیړنو د تش ځای ډکول.

    د پخوانیو دیپلوماتانو او د نړیوالو اړیکو د څیړونکو او شنونکو او دغه راز د دې حوزې د نظر خاوندانو مشورې او نظرونه تر خلکو او تصمیم نیوونکو پورې رسول.

    لرلید:

    د افغانستان د هیواد د بهرنی سیاست، سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو، نړیوال سیاست او نړیوالو اړیکو په اړوندو موضوعاتو په ورځنۍ او روښانه ډول د افغانستان د بهرنی سیاست په برخه کې د فعالینو، پخوانیو دیپلوماتانو، د نړیوالو اړیکو د شنونکو، لیکوالانو او نظر خاوندانو په مرسته څیړنې چمتو کوی او د ویب سایټ له لارې یې آنلاین څلورویشت ساعته شیبه په شیبه او د مجلې له لارې په میاشت کې یو ځل خپروی.


    • امیر محمد غبار :

      لمړی ځل دی چی ستاسو افغانی دیپلوماسی په زړه پوری سایټ ته داخل شوم واقعا ډیر ارزښناکی موضوګانی لری چی دڅوانانواونورو خویندو او وروڼو لپاره چی غواړی له سیاسی حالاتو خبرشی له دی سایټ څخه استفاده وکړی او همدا راز هغه موضوع ګانی چی دوی له ځان سره لری له ستاسو سره شریک کړی . او په پای کی درته د دی نوی او یه زړه پوری سایت مبارکی وایم . درناوی

      ===
      مننه وروره ستاسې له نظره! خدای دې تاسې موفق لری ستاسې د همکاریو په هیله

    • هارون :

      مبارک شه ! نېک او اړین ګام دی. د وخت ستره اړیتا مو درک کړی، د لا بریالیتوب هیله او دعا درته کوم، یو وړاندیز زما دادی، چې که د پاڼې په یوه برخه کې د فیسبوک او ټویټر شریک کولو اسانتیا او په یادو پاڼو کې خپل اکاونټ خلاص کړی، ترڅو ډیر خلک په اسانی او چټکتیا سره د دغه پاڼې سره بلد شی. درنښت

      ___
      سلامونه خوستی صاحب!
      ستاسې له نیک نظر او تشویق څخه نړۍ مننه، خوستی صاحب د هر مطلب په پای کې د فیسبوک، ټویټر او ځینو نورو شبکو د شیر کولو آپشنونه شته دی، د دې تر څنګ په فیسبوک کې زموږ اکونټ دادی:
      http://www.facebook.com/pages/Afghani-Diplomacy-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%AF%DB%8C%D9%BE%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%B3%D9%8A/167356846706666?ref=tn_tnmn

    • hewaddoost :

      د ( افغانی دیپلوماسی ) د اینترنیتی درنې پاڼې ګرانو او قدرمنو چلوونکو ! د نیکو هیلو په وړاندې کولو سره اجازه راکړۍ چې ستاسو ددغه ملی او مسلکی بریاوو له کبله تاسو ته خپلې شاباسۍ او مبارکی وړاندې کړو . زموږ په رسنیو کې د یوې دغه شان پاڼې اړتیا لیدل کېده چې دا دی دا تشه ستاسو په مېړانه ډکه شوه .الله مو په عمر او کار برکت کړه .د افغانستان د دیپلوماسۍ تاریخ ډېر تت او داسې ډېر ګوټونه لری چې لا هم تیاره دی .په روانو حالاتو کې د افغانستان دیپلوماسی دومره کړکېچنه ، ناڅرګنده او زموږ له اختیاره وتلې چې ښایی دا به زموږ د دیپلوماسۍ په ټول تاریخ کې تر ټولو مهمه او د بحث وړ برخه وی .هیله لرو دغه تاریخ دلته ستاسو په پاڼه کې په روښانه توګه وګورو او تاسو وکولای شۍ د ځوانو افغانی دیپلوماتانو لپاره یوه مهمه روزنیزه څانګه وګرځۍ .په همدې هیله .پېرزوینې .
      یوسف هېواددوست د خپلواکۍ له فرهنګی مرکز څخه . ډنمارک ـ۲۶ د مې ۲۰۱۲ ز کال .

      ===
      هیواد دوست صاحب درنښتونه مو ومنئ!
      موږ چې ستاسې نېک نظر او تشویق ولوست، باور وکړئ چې ډیر د خوښئ احساس کوو، ډیره مننه
      پاتې شوه د دیپلوماسۍ د تاریخ په برخه کې کار، ډیره زیاته هڅه کوو چې پدې برخه کې تر خپلې وسې هڅه وکړو، په خواشینۍ سره چې د منابعو له کمبود سره موږ هم مخ یو خو هڅه کوو که خدای کول پدې برخه کې څه وکړو، هیله مو د هیواد له داسې علمی او پیژندل شوو او منل شوو څیرو لکه تاسې څخه هم ده چې په خپلو لارښونو او مرستو مو لاسنیوی وکړئ.
      په ډیر درنښت

    • احمد بلال :

      lمبارک شئ!

      افغان ډیپلوماسی؛ په ریښتیا هم چې یو غوره ګام دی. خدای دی چلونکو ته اجر ورکړی چې په افغانی ویپ پاڼو کې یې دغه ابتکار وکړ.

      سلامونه او درنښت
      بلال صاحب! ستاسې له تشویق څخه ډیره مننه، ستاسې د بریالیتوب په هیله یو!
      درنښت مو غواړو، د افغانی ډیپلوماسی چلونکی

    • محمد اشرف یاد :

      سلام او احترم
      نن لومړی ځل دی چی داسی یوه انټرنټی پاڼه ګورم کومه چی دافغانستان په اړه په زړه پوری معلومات نشروی څومره ښه څومره عالی . پدی هیله چی نوره هم ښه شی د بریا او لا پرمختګ په هیله مو اشرف یاد

    • احمد فرید قیومی :

      افغان دیپلوماسی ویب پاڼه قوی او د باور وړ ویپ پاڼه ده زما اړیکې ورسره نوی دی الهام صاحب دی لوی ابتکار مبارکی وایم کامیاب د وی

    • محمد ظریف امین یار :

      سلامونه !

      ویب پانه واقعآ چی په زړه پوری ده ما غوښتل چی و پښتم چی ځنګه مطالب تاسو ته واستوو مننه- امین یار ، لندن

    • ویس :

      السلام علیکم! د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو تاریخ له چین، جاپان، ازبکستان او تاجکستان په اړه معلومات غواړم، ډیره مهربانی به مو وی.

    • د. زیدالله نائل :

      سلام برشما
      بهترین تحیات وتمنیاتی خود را برایتان تقدیم میدارم.
      از سایت دپلوماسی افغانی در مجالات مختلف استفاده نمودم، میخواهم یک مقاله در باره روابط افغانستان وعربستان بنوسم تا در سایت شما بنشر برسد.

    • H :

      ستاسو دا نقشه انګریزی دی او تاسو ګڼی هیڅ به نړیوالو حقوقو اودیپلوماسی اوخپلو حدودو خبرنه یاست

    • شپونکی :

      زوما په فکر تر ټولو ښه خبره به دا وی که تاسی علاوه پردی چی ده بهرنی سیاست په اړه مطالب خپروی که ده دی تر څنګ ده افغانستان ده اقتصادی جغرافیایی ټولنیز او کلتوری داخلی او ژبنی سیاستو له پاره که په ویب پاڼه کښی لږ توجو ورته وشی ډیر به ښه وی . تاسی هغه څه خپاره کړی دی چی ویونکی هیڅ ګټه نه شی تر اخستلی تا سی ده داسی مطالبو په خپره ولو کښی کار وکی چی ویونکی او ده دی پاڼی لیدونکی ده یوه مبارز په شکل او جزبه باندی وتوانیږی چی ده پردو ده سیاست په باره کښی کاپی معالوت او یا مناسب جواب ولری دا هغه څه دی چی دا نسل ورته ضرورت لری ځکه افغانستان او ده جنګ میدان ګرځیدلی وه دفاع ته اړ تیالری