د لیکنې شمیره: 1132 نته : ۱۱ عقرب ۱۳۹۱ - ۰۹:۲۷ نسخه چاپي ارسال به دوستان

اریستوکراسی (ARISTOCRACY)

اریستوکراسی کلمه، له دوه کلمو اریستوس (ARISTOS) چې د شریف او ممتاز معنى ورکوی او دغه راز له کراتوس (KRATOS) چې د حکومت، اقتدار او واک معنا ورکوی جوړه شوې ده چې مفهوم یې د شریفو او ممتازو خلکو حکومت ګڼل شوى او کارول شوى دى.

د دې شرافت او تمایز شتون پدارنګ حکومتونو کې ډېرى په میراث پاتې شوى او همدا کوچنۍ ډله د نجابت او شرافت له محتوا سره په حکومت کې د واک پر ساتلو تکیه کوی.

د دا رنګ شرافت او تمایز لپاره معیار تر ډېره وراثت کېداى شی ځکه چې له وراثت پرته بل کلی معیار په عمل کې تر ډېره پورې سخت وو. په یونانی فلسفه کې اریستوکراسی د هغو کسانو د حکومت په معنا وو چې د انسانی بشپړاوی او کمال درجې ته نږدې وو.

ارسطو په (د سیاست رساله) او افلاطون په (جمهوریت رساله) کې ډېره هڅه کړې چې د حکومت لپاره د وړ کسانو معیار ومومی. ارسطو  د پاچاهۍ د حکومت د ډولونو تر ټولو ښه هغه اریستوکراسی و قانونی حکومت ګڼی. ارسطو  د اریستو کراسۍ او اولیګارشی تر منځ هسې توپیر کوی چې: د شتمنۍ له مخې ټاکنه اولیګارشی او د فضلیت له مخې ټاکنه اریستوکراسی ده، خو له پخوا راهیسې اریستوکراسی له اولیګارشی سره هم معنا وه، لکه چې کارتاژ او ونیز یې د شتمنۍ سترې اریستوکراسۍ بللې.

هغه مهال یې هغه حکومت ته ارستوکراتیک ویل چې د دولت واک پکې د یوې ممتازې طبقې په لاس کې محدود وو او واک به د وراثت او پرګنیزو امتیازونو له مخې له یوه څخه بل ته پاتې کېده.

دا رنګ حکومتونه په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې لیدل شوی خو اوس په نړۍ کې ښایی نه وی او ځاى یې دیکتاتورانو او نوو اولیګارشی حکومتونو ته پرې ایښى.

افلاطون (٣۴٧-۴٢٧) وړاندې له میلاد څخه چې اصلی نوم یې هم اریستوبول (ARISTOBULE) وو او د یونان له یوې اشرافی کورنۍ څخه وو په دې نظر وو چې اریستوکراسی ډېر لوړ مقام لری او په هغه هېواد کې چې ټول خلک یې فضلیت شعاره وی د حاکمیت تر ټولو سترې فلاسفې به ولری.

د افلاطون له نظره د حکومتونو ډلبندی او ډولونه داسې دی:

  1. اریستوکراسی
  2. تیموکراسی
  3. الیګارشی
  4. دیموکراسی
  5. استبداد یا ابسولوټیسم

د آسیا په ختیځ کې کنفوسیوس (CONFUCIUS) (۴٧٩-۵۵١) وړاندې له میلاد څخه چینی فیلسوف هم د شریف ترینو خلکو په حکومت ډېر زیات ټینګار کړى.

خو د اریستوکراسی سرسخت دښمنان هم شته لکه ایټالوى ماکیاولی (١۵٢٧-١۴۶٩)، هغه باوری دى چې د اشرافو ګټې هم له واکنو شاهزادګانو او هم د منځنی پوړ د وګړو له ګټو سره په ټکر کې دی، اشراف هماغه شتمن خلک دی او دغه مهال وو چې د اشرافو ریښتینى ماهیت له یاده ووت او نور اخیستونونه تر رامنځته شول.

فرانسوى فیلسوف او لیکوال منتسکیو(C.S MONTESQUIEU) (١٧۵۵-١۶٨٩زیږیدی) هم له اریستوکراسۍ سره مخالف وو، ژان ژاک روسو (JEAN-JACQUES ROUSSEAU)  (١٧٧٨-١٧١٢زیږیدی) هم دموکراسی یا عامه حکومت یا د خلکو حکومت تر ټولو غوره ډول ګاڼه.

د عبدالله الهام جمالزی له (سیاسی اصطلاحات) کتاب څخه


...................................................................................................

لطفا مطلب فوق را با دوستان تان شریک سازید